د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو د قانون رعایتولو مسئولینو ته د ښوونیز پروګرام جوړول

د افغانستان د مالي رپوټونو او معاملو دشننې مرکز، د پخوانیو روزنیز پروګرامونو لړۍ په دوام، دا ځل د ختیځ زون صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو لپاره د شکمنو معاملو رپوټونه د ثبت او رپوټ ورکولو بهیر چې په بریښنایي بڼه څنګه رپوټ سی؟، وړاندی کړل. دا پروګرام د روان کال په سلواغه میاشت کې ترسره شو، چې موخه یی دپېسو وینځلو او د بغاوتگرو ډلو د تمویل سره مبارزه، د پیسو وینځلو سره د مبارزې رژیم موثریت، روڼتیا او د قانون رعایتولو او تطبیق ښه کول دي.

په دې جریان کې په ختیځ زون کې، دصرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو د 165 مرکزي دفترونو او څانګو کارکوونکو لپاره د شکمنو معاملو د ثبت او رپوټ ورکولو څرنګوالی په اړه ښوونیز او عملي پروګرامونه وړاندې شول.